ټولنه

د پکتیکا والي: ټولې ادارې دې خپلې چارې ګړندۍ کړي

کابل / د وږي۳ مه/ باختر
په پکتیکا کې د اسلامي امارت والي مولوي محمد عیسی یاسین نن په دارې اوونیزه غونډه کې مسوولینو ته سپارښتنه وکړه چې ادارې چارې او فعالیتونه ګړندي کړي.
په غونډه کې پر والي سربېره مرستیال والي مولوي محیب الله حماس، امنیه قوماندان عبدالقیوم هلال او د بېلابېلو ادارو مسؤلینو برخه لرله.
د پکتیکا والي له مسوولینو وغوښتل چې ټولې دارې دې خپلې چارې ګړندۍ کړي او له ولسونو سره دي خپل چلند نور هم ښه کړي. هغه وویل چې د اسلامي امارت د ټولو ملکي او نظامي ادارو دروازې به شپه او ورځ خلاصې وي او د ولسونو چوپړ به کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته