ښوونه او روزنه

د پکتیکا والي د نجونو د ښوونځیو د جوړېدو غوښتنه کوي

 ښرنه باختر د زمري ۱۳ مه
د پکتیکا والي په داسې حال کې د دغه ولایت د نجونو لپاره د ښوونځیو د جوړېدو غوښتنه کوي چې لا هم په ټوله پکتیکا کې د نجونو مجهز ښوونځی شتون نه لري.
دوی وايي چې پخوا یې د ناسمو دودونو له امله نه شوای کولای چې ښوونځي ته لاړې   شي خو اوس چې یو شمېر ناسم دودونه له منځه تللي نو دوی هم له دولت څخه د ښوونځیو د جوړېدو او دوی ته د زده کړو د لا زیاتې زمینې برابرولو غوښتنه کوي.
دوی وايي: په پکتیکا کې نجونې تر شپږم ټولکي زده کړي کوي او له هغه وروسته ورته د نورو زده کړو زمینه نه ده برابره شوې.
بل لور ته بیا د پکتیکا والي وايي: د پوهنې د بهیر ګړندیتوب یې د ماموریت په لومړيتوبونو کې دی .
وحدت وویل: د پکتیکا ولایت په بېلا بېلو ولسوالیو کې یې د جمهور رېیس په ځانګړې بودجه پنځه ویشتو نارینه او ښځينه ښوونځیو ته ودانۍ جوړې کړې دي .
هغه زده کوونکو ته ته ډاډ ورکړ چې د لسو ورځو په شاوخوا کې به د دغه ولایت د مرکز ښرنې په ښار ګوټي کې یو مجهز ښوونځی او ورسره د شپې د اوسېدلو ځای جوړ شي چې په دې سره به د ډیری پکتیکاوالو نجونو د زده کړو ستونزه اواره شي.
د یادونې وړ ده چې په ټوله پکتیکا کې تر اوسه د نجونو داسې مجهز ښوونځی نه شته چې پکتیکا والې او پکتیکا ته له نورو ولایتونو راغلې نجونې پکې خپلې زده کړې بشپړې کړي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته