امنیت

د پکتیکا له مرکزي جېل څخه ۱۴ تنه بندیان ازاد شول

ښرنه باختر د زمري  ۶ مه
د  پکتیکا له مرکزي جېل  څخه ۱۴ تنه بندیان چې  د  بېلابېلو  جرمونو  په  تور نیول شوي وو ازاد کړى شول.
د دغه ولایت د استناف څارنوالۍ ریېس عبدالمتین نورزي د باختر اژانس سیمه یېز خبریال ته وویل چې دغه بندیان د مجاهدینو د بریالیتوب د ورځې په مناسبت او د جمهور ریېس د حکم له مخې ازاد شول.
له بلې له جېل څخه تازه ازاد شوې بندیان خوښي څرګندوي چې د جمهور رېیس د دغه حکم له مخې خوشي شول او له خپلو کورنیو سره عادي ژوند ته ستانه شول.
دوی زیاتوي چې په جېل کې د بند له مودې یې ډېر څه زده کړي او په وینا یې په راتلوونکي کې به  په هېڅ ډول جرم لاس به پورې نه کړي او خپل عادي ژوند ته به دوام ورکوي.
د یادونې وړ ده، دا مهال د پکتیکا په مرکزي جېل کې د پنځو مېرمنو په ګډون ۲۱۷ تنه د بېلابېلو جرمونو په تور بندیان دي .پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته