د پکتیکا له زندان څخه ۲۴ بنديان ازاد او د ۲۸ نورو د بند موده کمه شوه

کابل د مرغومي ۲۴مه، باختر
د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د ځانګړي شفقت او فرمان په اساس، د سترې محکمې د متحد المال مکتوب له مخې د پکتیکا له زندان څخه ۲۴ بندیان ازاد او د ۲۸ نورو د بند موده کمه شوه، چې په کې ۴ ښځې هم شاملې دي.
د پکتیکا ولایت د استناف محکمې د جزاء دیوان رئیس مولوي محمد مختاري وویل، چې دا اقدام د اسلامي امارت د مشرتابه د شفقت یوه څرګندونه ده، چې په پایله کې ۵۲ بندیان د عفوې او تخفیف څخه برخمن شول.
د پکتیکا د زندان امر ملا حکمت الله خطاب زیاته کړه، چې په زندان کې بندیانو ته دیني، عصري او حرفوي زده کړې ورکول کېږي او د هغوی لپاره ټولې اړینې اسانتیاوې برابرې شوې دي.
ازاد شوی زنداني محمد نعیم او تاج علي، چې د بند موده یې کمه شوې، باختر اژانس ته وویل: “په زندان کې موږ ته د ښوونې او روزنې ترڅنګ حرفوي زده کړې هم را ښودل کېږي، موږ چې مخکې نالوستي وو، اوس په دیني او عصري زده کړو بلدتیا لرو.”
د یادونې وړ ده، چې دا مهال د پکتیکا په زندان کې ۱۶۰ تنه د بېلابېلو جرمونو په تور بندیان دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته