د پکتیکا د پوهنې ریاست او ولسوالیو امریتونو ته لمرېزه برېښنا برابرېږي

کابل د مرغومي ۲۶مه، باختر
د پکتیکا ولایت د پوهنې ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت اړوند پوهنې ریاست او د ولسوالیو امریتونو ته د څه باندې ۱۱ میلیونه افغانیو په لګښت د لمریزې برېښنا سیستم جوړېږي.
د یاد ولایت د پوهنې رییس مولوي عبدالوکیل خالد باختر اژانس ته ویلي، چې د دغه ولایت د پوهنې ریاست اړوند ټولو ولسوالیو امریتونو لپاره د پوهنې وزرات په مالي ملاتړ د ۱۱ میلیونه ۳۹ زره ۹۶۴ افغانیو په لګښت د لمریزې برېښنا سیستم جوړېږي.
نوموړي زیاته کړې، چې د لمریزې برېښنا سیستم په برابرېدو سره د یاد ولایت د ریاست اړوند د ټولو ولسوالیو امریتونو د برېښنا ستونزې حل شي.
د یادونې وړ ده، چې د پکتیکا ولایت ډېری لرې پرتې سیمې د برېښنا څخه محرومې دي او یواځې د پکتیکا مرکز ښرنه کې خلک د دولتي برېښنا څخه برخمن دي