د پکتیا ۴۰ ښوونځیو ته ودانۍ جوړيږي

ګردیز باختر د وري د میاشتې ۵ مه
سږ کال به په پکتیا ولایت  کې څلويښتو ښوونځيو ته د ودانيو د جوړولو ترڅنګ ښوونکو ته استوګنیزې نمرې هم  ووېشل شي.
د باختر اژانس د سیمه  ييز خبریال د  خبر له مخې:
دغه څرګندونې د پکتیا والي شميم خان کټوازي د نوي ښوونيز کال د پرانیستې په مراسمو کې  وکړې.
کټوازي د پکتيا ولس ته ډاډ ورکړ، چې سږ کال به څلوېښتو ښوونځيو ته ودانۍ جوړې او ښوونکو ته به د اوسېدو نمرې هم وويشي.
هغه پر پکتيا والو غږ وکړ، چې خپل ماشومان په ښوونځيو کې شامل کړي، څو د پوهنې په زرينه ګاڼه سمبال او د یوه روښانه راتلونکي تضمين شي.
په همدې حال کې د پکتیا د پوهنې ریېس وويل چې، په نوي ښوونيز کال کې ورته د پوهنې وزارت له خوا د ۲۳۰۰۰ زده کوونکو هدف ورکړل شوی،څو په ښوونځیو کې يې شامل کړي، خو دی هڅه کوي چې د تېر په څېر له هدف څخه زیات ماشومان په ښوونځيو کې  شامل شي.پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته