د پکتیا پخوانی امنیه قوماندان ووژل شو
کابل / د غويي ۲۲ / باختر
د پکتیا پخوانی امنیه قوماندان اخترمحمد شاهین پرون مازیګرپه خوست کې په یو وسله وال برید کې ووژل شو.
د خوست امنیه قوماندان داوود امین رسنیوته وویل چې دغه پېښه د دغه ولایت د ټنی ولسوالۍ په للمې سیمه کې رامنځته شوه چې د پکتیا پخوانی امنیه قوماندان په ډزوکې ووژل شو.
هغه دغه راز زیاته کړه چې دوه تنه نورهم په دې پېښه کې ووژل شول.
د پېښې مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.
پای-ع