ګردیز باختر د غویی ۲مه .
د پکتيا ولایت صنعتي پارکونه د بودجې له کمښت سره مخامخ دي .
د پکتیا ولایت د سوداکرۍ او صنایعو د خونو ريېس عبد النصیر عالمیار د باختر آژانس خبریال ته وویل چې، د دغه ولایت صنعتي پارکونه له ګټې اخېستنې وروسته نه یواځې د بودجې له کمښت سره مخامخ دي بلکې ځینې امنیتي ګواښونه او د برېښنا نشتوالی يې هم له غټو ستونزو څخه دي.
سرچينې زياته کړه چې،دغه پارکونه د زر جریبه ځمکې په ساحه کې جوړشوي دي چې څه موده مخکې د هېواد د جمهور ريېس محمد اشرف غنې له خوا پرانېستل شول.
عطاءالله/ ځدران
3 د یوې دقیقې څخه لږ