ښرنه باختر د وږي د مياشتې ۱۹ مه
د پکتیکا والي محمدالیاس وحدت د دغه ولایت له ګوملې ولسوالي څخه ارګون ولسوالۍ ته د جګړو له امله راکډه شویو شپیتو کورنیو کډوالو سره وکتل او د هغوی ستونزې یې وا ورېدې.
د باختر اژانس د خبر له مخې:
په هغه غونډه کې چې په همدې موخه جوړه شوې وه، وحدت وویل: د بې وزلو او مظلومو ولسونو لاسنیوی په ځان فرض ګڼم او ولایتي اداره تل هڅه کوي چې د دغه ډول مظلومو ولسونوی لاسنیو وکړي او د هغوی اوښکې وچې کړي.
وحدت وایي: د دولت وسله وال مخالفین تل د پردیو په اشاره خپلو مظلومو او بې ګناه ولسونو ته زیان اړوي.
په همدې مهال کډوالو وویل: چې د ګوملې ولسوالي له سختو جګړو یې يوازې خپل سرونه راخلاص کړي نور هر څه ترې پاتي دي.
دوی وایي په ارګون کې د استوګنې لپاره هیڅ نه لرو او د شپې پر مهال تر شين اسمان لاندې ويده کېږو.
کډاولو له ولایتي ادارې او نړیوالو خیریه موسیساتو څخه غوښتنه وکړه چې له دوي سره د خېمو، خوراکي او غیري خوراکي او نورو اړینو توکو مرستې وشي
.پای/وصال