امنیت

د پکتيا په دوو ولسواليو کې چاڼيز عمليات پيل شول

ګرديز باختر د وري دمياشتې ٢٧ مه
د پکتيا ولايت په ډنډ پټان او ځاځي ميدان ولسواليو کې  ګډو افغان ځواکونو د فتح په نامه چاڼيز عمليات پيل کړل.
د دغو عملياتو مشري د تندر قول اردو قوماندان تورن جنرل شعورګل، د۳۰۳سپین غرزون سرپرست او د پکتیا امنیه قوماندان مل پاسوال گل آقاروحاني کوي.
د پکتيا ولايت امنيتي مسوولينو د باختر اژانس سيمه يېز خبريال ته وويلي چې ياد چاڼيز عمليات د وسله والو د ځپلو په موخه پيل شوي دي.پاى_ وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته