خبرونهنړۍ

د پوځ او نتانیاهو ټکر؛ حماس د ماتېدو نه دی

نړۍ، د چنګاښ ۲ مه، بهرنۍ رسنۍ

اسرایلي رسنیو د دغه هېواد د پوځ او لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ترمنځ زیاتېدونکي ټکر ته په اشارې خبر ورکړی، چې د پوځ لوی درستیز غواړي غزه کې روانه جګړه پای ته ورسوي، خو لومړی وزیر یې د خپلو شخصي ګټو او اهدافو د ترلاسه کولو لپاره غځول غواړي.

ورته وخت کې د پوځ ویاند د چهارشنبې په ورځ په یو لړ اعترافي څرګندونو کې ویلي، چې حماس یو فکر، مکتب او حزب دی، چې ماتېدل یې ناممکن او تصور یې نه کېږي.

دانیل هاګاري زیاته کړې، هر هغه څوک چې فکر کوي، حماس له منځه وړلی شي، تېروتنه کوي.

دغه راز د اسرایلي رژیم یو شمېر پخوانیو چارواکو د نتانیاهو پر حکومت نیوکه کړې او روان جنګ یې د دغه رژیم په تاریخ کې یو واقعي کړکېچ بللی دی.

پر نتانیاهو نیوکې د دې له امله مخ په زیاتېدو دي، چې تر میاشتو جګړې کولو او پراخو لګښتونو سره سره نه دی توانېدلی، ټاکل شوي اهداف ترلاسه کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته