کابل باختر دسلواغې ۲۱مه
د ملي دفاع وزارت سرپرست اسد الله خالد د پوځي پيلوټانو فعاليتونه وستايل.
د ملي دفاع وزارت سرپرست د هوايي ځواکونو پيلوټانو ته په خطاب کې وويل: تاسو اتلان له پخوا زيات خپلې دندې په عسکري ډسپلين او د هېواد پالنې په انکيزې سره پرمخ يوسئ.
دباختر آژانس د خبر له مخې:
د ملي دفاع وزارت سرپرست اسد الله خالد پرون په کابل کې له هوايي ځواکونو څخه په کتنه کې وويل: په اوسنيو شرايطوکې زياتره هوايي ځواکونو ته اړتيا ليدل کيږي او تاسې ميړني او اتل پيلوټان د ځمکنيو ځواکونو د ملاتړ، اکمالاتو، او د دښمن په سنګرونو د بريدونو په خاطر شپه او ورځ زيات زيار ګالى، له پخوا زيات خپلې دندې د عسکرۍ نظم او دسپلين او هېواد پالنې په انګيزې سره ترسره کړئ.
په دې کتنه کې د هوايي ځواکونو پيلوټانو يو ځل بيا د هېواد او خلکو د دښمنانو د ځپلو لپاره خپل تيارى څرګند کړ او ويې ويل چې په هر راز شرايطو او د دغه هېواد په ګوټ ګوټ کې د دښمنانو ځپلو ته چمتو دي .
ختم_ ج _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل