د پوځي ملګرتیا اوج؛ شمالي کوریا د اوکراین په جګړه کې له ښکېلېدو څه غواړي
کابل، د لړم ۱۲ مه، باختر
تبصره
امریکایي استخباراتو، ناټو سازمان، اروپایي هېوادونو او اوکراین ټولو اړخونو دا منلې، چې شمالي کوریا د ځینو په قول ۱۰ زره او د ځینو په قول ۱۲ زره پوځیان د اوکراین پولې ته نږدې کورسک سیمه کې ځای پر ځای کړي، هغه څه چې نه شمالي کوریا او نه هم روسیې تر اوسه په رسمي ډول منلي دي، خو باید ووایم، چې د اوکراین د روانې جګړې په اړه د سي.ای.اې پخواني معلومات ریښتیا شوي او ښایي دا هم ریښتیا وي، چې شمالي کوریا دې خپل پوځونه د روسیې په واک کې ورکړي وي.
څو نښې نښانې، چې ښایي ویلادیمیر پوتین او کېم جونګ اون دغه تړون کړی وي، دا دي، چې د اوکراین د روانې جګړې پر مهال د دواړو مشرانو لیده ـ کاته، د یو بل هېوادونو ته د نورو چارواکو تګ راتګ، مسکو ته د پیونګ یانګ لوري د وسلو د ورکړې د خبرونو خپرېدل او نور هغه څه دي، چې د اوکراین په روانه جګړه کې د شمالي کوریا د پوځ ورښکېلېدل یقیني کوي.
بل لور ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر انتوني بلېنکن څرګندونې دي، چې ویلي یې دي، د شمالي کوریا پوځونه په کورسک سیمه کې د چمتوالي په حال کې دي او ښایي ډېر ژر اوکراین کې د روسیې په ګټه جګړه کې برخه واخلي.
معلومه خبره ده، چې مسکو به د شمالي کوریا د پوځیانو په شتون کې نور پرمختګ هم وکړي او ښایي د اوکراین لا ډېرې ځمکې تر خپلې ولکې لاندې راولي، خو د شمالي کوریا هدف بیا تر روسیې هم لوړ دی او هغه دا چې لسګونه کاله کېږي د شمالي کوریا پوځیانو عملاً جګړه نه ده کړې او غواړي دلته خپل ځان وازمویي، تر څو شمالي کوریا ته د مخامخو ګواښونو په صورت کې لا ډېر چمتو اوسي.
او بل دا چې دا په سیمه کې د یو رسمي بلاک د رامنځته کېدو په مانا هم ده او ښایي له دغه بلاک سره د شمالي کوریا ترڅنګ ځینې نور هېوادونه هم یو ځای شي.