د پوځيانو په راتګ سره د ګيزاب ولسوالۍ امنيت ښه شوى دى

کابلباختر د غبرګولي دمياشتې ۴مه
د پوځيانو په راتګ سره د روزګان ولايت د ګيزاب ولسوالۍ امنيت ښه شوى دى.
پوځيانو بريالي شول چې د عملياتو په ترسره کولو سره د ګيزاب ولسوالۍ هغه سيمې چې د وسله والو طالبانو تر ادارې لاندې وې، پاکې کړي.
په ګيزاب ولسوالۍ کې دغه عمليات او د پوځيانو ځاى پرځاى کول د دغې ولسوالۍ خلکو ته امنيت او آرامۍ راوړې دي.
د را رسيدلو خبرونو له مخې: اوس خلک په آرامۍ سره خپل ورځنى ژوند تېروي.
د روزګان ولايت د ګيزاب ولسوالۍ اوسيدونکى الله داد وايي چې بزګر دى او د دوى له سيمو څخه د طالبانو په ايستلو سره کار يې ښه شوى دى.
ده وويل: اوس طالبان نشته چې زموږ له کرکيلې څخه ماليه واخلي او موږ د کوکنارو کرلو ته اړ کړي، اوس موږ خپل حاصلات په آرامۍ سره بازارونو ته لېږدوو او پلورو يې .
د ګيزاب ولسوالۍ يو بل اوسيدونکى سرفراز وايي چې د دوى په کليوکې  د پوځيانو په ځاى پرځاى کولو سره اوس د دوى بچيان په آرامۍ سره ښوونځيو ته ځي.
د روزګان ولايت د ګيزاب ولسوال عزت الله لطيفي باختر آژانس ته وويل چې له دغې ولسوالۍ څخه د طالبانو په ايستلو سره اوس د دګيزاب ولسوالۍ په بېلابېلو سيموکې په لسګونو پرمختيايي پروژې د تطبيق په حال کې دي.
د ګيزاب خلک زياتره بزګران دي او د دوى له سيمو څخه د طالبانو په ايستلو سره د دوى کار او بار ښه شوى دى.
په روزګان کې د اتل قول اردو د څلورمې لوا قوماندان ډګروال عبدالولي حقمل وايي چې پوځي قطعات د ګيزاب په بېلابېلو سيموکې ځاى پرځاى شوي دي او خلک په آرامۍ سره کولاى شي خپل ژوند ته دوام ورکړي.
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته