امنیت

د پوځيانو له خوا ديمګان ولسوالۍ دبيرته نيولو په بهيرکې د طالبانو د سر زيات زيان

کابل – باختر د غبرګولې دمياشتې ٤
ديمګان ولسوالۍ د عملياتوپه بهيرکې ٢٧ تنه طالبان ووژل شول او ١٧ تنه نور ټپيان شول.
د بدخشان والي شاه ولي الله اديب نن په يوه خبري غونډه کې دغه ټکى څرګند کړ او زياته يې کړه: ددغو عملياتو په بهيرکې دغه راز اته تنه ملي او سيمه ييزپوليسان شهيدان او نهه تنه نوريې ټپيان شول.
د بدخشان والي په دې خبري غونډه کې څرګنده کړه چې وسله والو طالبانو د يمګان د ولسوالۍ او د ملي امنيت د مديريت ودانۍ له څلورو رنجر موټرو سره سوځولي دي .
د بدخشان والي وويل: د يمګان ولسوالۍ د بېرته نيولو د عملياتو په بهيرکې د يمګان د مخورو او خلکو د استوګنې په لسګونه کورونه چې زامن يې په ملي اردو، ملي پوليسو او په ملي امنيت کې دنده ترسره کوي؛ سوځولي دي .
دبدخشان د والي دڅرګندونو له مخې: دسيمې خلک له دولت څخه غواړي چې دغه عمليات بايد د طالبانو له شتون څخه د يمګان تربشپړ پاکولو پورې دوام وکړي چې امنيت تامين شي.
د يمګان ولسوالۍ يو تن اوسيدونکي محمد ذاکر وويل: موږ له جګړې څخه ستړې شوي يو. بايد ډير ژر په ولسوالۍ کې امنيت تامين شي.
ده دغه راز وويل: دولت بايد ډير ژر د جرم د ولسوالۍ له لارې د يمګان ولسوالۍ يو رځنۍ لاره چې د بدخشان له مرکز فيض آباد سره نښلول کيږي؛ پرانيزي.
ديمګان ولسوالۍ د فيض آباد ښار په څه ناڅه اتيا کيلومتري واټن کې موقعيت لري او د جرم او کران او منجان له ولسواليو سره پوله لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته