ښوونه او روزنه

د پوهنې وزارت ٢٣١ بستونه سيالۍ ته وړاندې شول

کابل باختر د وږي  لسمه :
څه د پاسه ٤٠٠ داوطلبوکسانو، د کابل ښار د ليسو اوښوونځيو د څلورمو او پنځمو بستونو د ترلاسه کولو په مقصد نن رقابتي آزموينه ترسره کړه.
د باختر آژانس خبريال خبر راکړ:
په دې آزموينه کې چې نن د کابل ښار د رابعه بلخي په ليسه کې ترسره شوه؛ د کابل له ٢٤٠ښوونځيو څخه ٤٤٣ تنو ښوونکو، سرښوونکو او د ښوونځيو د تدريسي معاونيتونو سرپرستانو ګډون درلود .
د کابل ښار د پوهنې رييس ډاکتر محمد سيد منصور د دغې  آزموينې د بهير د کتنې په وخت کې په داسې حال کې چې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د کميسيون استازي هم حاضر و؛ څرګنده کړه چې په دې آزموينه کې د کابل ښار د څلور تدريسي معاونيتونو ١٧٨ بستونه او د ليسو او ښوونځيو ٥٣ بستونه سيالۍ ته وړاندې شوې دي چې له ٤٤٣ داوطلبوکسانو څخه هغه کسان چې آزموينه يې په برياليتوب سره ترسره کړې وي؛ ٢٣١ تنه به يې په دغو بستونوکې ومنل شي .
دغه راز د کابل ښار د پوهنې رييس ټينګار وکړ: د پوهنې وزارت له خوا په شفاف ډول د آزموينې د اخستلو په خاطر زياتې هلې ځلې شوې او سيالي کوونکي به د خپلې  وړتيا او لياقت له مخې په دغو بستونوکې ومنل شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته