د پوهنې وزارت سرپرست میدان وردګو ته د سفر پرمهال د ثانویه او مافوق ثانویه مرحلو د ازموینو له بهیر څخه لیدنه وکړه

کابل، د مرغومي ۲۴مه، باختر
د پوهنې وزارت سرپرست مولوي حبیب الله آغا میدان وردګو ته د یوه رسمي سفر پرمهال د یاد ولایت د ثانويه او مافوق ثانویه مرحلو د ازموینو تنظیم، ترتیب او ارزونې له بهیر څخه لیدنه وکړه.
د دغه وزارت ویاند پر خپله اکس پاڼه ليکلي دي، چې د پوهنې وزارت سرپرست د یادو ازموینو څخه د کتنې پر مهال ویلي: (دغه ازموینه ستاسو لپاره د نظام د عالي رهبرۍ له لوري لوی شفقت دی او تاسو باید د دغه ستر نعمت شکر ادا کړئ).
د يادونې وړ ده، چې د همدغو ازموينو لپاره ټولټال ٣٢ زره کسانو نوم ليکنه کړې وه او د یادو ازموینو لړۍ پرون پيل شوه، چې شپږ ورځې به دوام ولري.