سیاستخبرونهTOP

د اسلامي امارت د کابینې دوه وزیران د پوهنې او لوړو زده کړو د وزیرانو په دویم نړیوال فورم کې د ګډون په موخه روسیې ته په سفر روان شول

کابل، دغبرګولي ۱۹مه، باختر
د افغانستان اسلامي امارت د پوهنې وزارت سرپرست مولوي حبیب الله اغا او د لوړو زده کړو وزارت سرپرست شیخ نداء محمد ندیم د پوهنې او لوړو زده کړو وزیرانو په دویم نړیوال ۴ ورځني فورم کې د ګډون په موخه روسیې هېواد کازان ښار ته په رسمي سفر روان شول.
ټاکل شوې ده، چې دواړه افغان وزیران به په ياد فورم کې د افغانستان د ښوونيز او تحصیلي وضعيت، لاسته راوړنو، فرصتونو او ننګونو په اړه تفصيلي ويناوې وکړي او هم به د بېلابېلو هېوادونو د پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونو له وزيرانو سره کتنې تر سره کړي.
د یادونې وړ ده، چې وړمه ورځ د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو سرپرست ملا عبدالمنان عمري هم د اسلامي امارت په استازیتوب د روسیې هېواد د سنټ پټرزبرګ په ۲۷مه اقتصادي سرمشریزه کې د ګډون په موخه یاد هېواد ته سفر کړی وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته