د پوهنې وزارت سرپرست: د افغانستان پوهنیز نظام د نورو برخو په څېر د لسیزو جګړو په ترڅ کې ډېر زیانمن شوی

کابل، د لېندۍ ۱۶مه، باختر
د پوهنې وزارت سرپرست مولوي حبيب الله آغا سره له امريکا څخه راغلي د پروفیسور بادرول خان په مشرۍ د څېړنې او ښوونیزې پراختیایي ټولنې پلاوي سره په کتنه کې د افغانستان د پوهنیزو نظام په اړه مفصلې خبرې وکړې.
دغه وزارت ویلې چې په دغه کتنه کې د پوهنې وزارت سرپرست یاد پلاوي ته د ښه راغلاست په ترڅ کې وویل، چې د افغانستان پوهنیز نظام د نورو برخو په څېر د لسیزو جګړو په ترڅ کې ډېر زیانمن شوی؛ نه یوازې دا چې بیارغونې ته اړتیا لري، بلکې موږ مسئولیت لرو ترڅو د ښوونې او روزنې سېستم د نړۍ له ساینسي او ټیکنالوژیکي پرمختګونو سره همغږی وساتو، چې یادې موخې ته د رسېدو لپاره موږ د نړیوالې ټولنې او ستاسو ساینس پوهانو همکارۍ ته سترګې په لار یو.
دغه راز د یادې کتنې پر مهال د هېواد په ښوونیز نظام کې د معلوماتي ټکنالوژۍ له مېتودونو څخه د استفادې، په نورو هېوادونو کې د برېښنايي زده کړو د غوره مېتودونو د شریکولو او د ښوونکو د مسلکي ودې پر پروګرامونو خبرې اترې وشوې.
ورپسې ياد پلاوي د پوهنې وزارت د مسئولينو له مېلمه پالنې مننه وکړه او د پوهنې وزارت مشرتابه ته يې د افغانستان د پوهنې د معياري کېدو په موخه، د خپلو همکاريو او ملاتړ ډاډ ورکړ.
د یادولو وړ ده چې د دغه پلاوي په ترکیب کې د AIJUE بنسټ رئیس، د هند، ترکیې او کابل پوهنتون استادانو هم ګډون درلود.