د پوهنې وزارت سرپرست او د نیمروز والي د پوهنیز وضعیت د ښه کولو په اړه خبرې کړې دي

کابل، د لېندۍ ۲۱ مه، باختر
د پوهنې وزارت سرپرست مولوي حبيب الله آغا نیمروز ته د سفر پر مهال د دغه ولایت له والي شیخ محمد قاسم خالد سره کتلي.
د نیمروز والي شیخ محمد قاسم خالد په دې کتنه کې د یاد ولایت د ښوونیز وضعیت په اړه معلومات وړاندې کړي او د ښوونځیو او دیني مدرسو پر ستونزو یې له پوهنې وزارت سره خبرې کړې دي.
نوموړي د لرې پرتو سیمو لپاره د دیني مدرسو او ښوونځیو جوړولو غوښتنه کړې، ترڅو په دې ولایت کې د تعلیم او روزنې وضعیت ښه شي.
د پوهنې وزارت سرپرست امولوي حبيب الله آغا ډاډ ورکړی، چې وزارت به د نیمروز ولایت د پوهنیز وضعیت د ارزونې لپاره لازمې هڅې وکړي او ژر به د ستونزو د حل لپاره تدابیر ونیسي.
نوموړي زیاته کړې، چې د راتلونکي کال تر پایه به د نیمروز ولایت په مرکز او ولسوالیو کې نوي ښوونځي او دیني مدرسې جوړ شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته