ښوونه او روزنه

د پوهنې وزارت د دندو او جوړښتونو پر بیا کتنې بحث وشو

کابل/ د ليندۍ ١٤مه/ باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهورريیس محمد اشرف غني په مشرۍ د پوهنې وزارت پر دندو او جوړښتونو د بیا کتنې په موخه غونډه تېر ماښام جوړه شوه.
د جمهوررييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
دغه غونډه چې د پوهنې وضعیت د ارزونې او په دغه بنسټ کې د اصلاحاتو راوستو په موخه د مخکېنیو غونډو په دوام په ارګ کې جوړه شوې وه، د پوهنې وزارت پر سرپرست ډاکټر میرویس بلخي او د دغه وزارت معینانو سربېره د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسیون ريیس احمدنادر نادري او یو شمېر نورو حکومتي مسوولینو حضور درلود؛ په پیل کې د پوهنې وزارت مسوولینو د دغه وزارت د جوړښتونو او دندو د بیاکتنې طرحه له جمهورريیس سره شریکه کړه.
د دندو او جوړښت او پوهنې وزارت د اوسني قانون بیاکتنه او تعدیل، د باکیفیته ښوونې او روزنې د میتودونو او اساسي عناصرو، فارغانو ته د شغلي مسیر انتخاب، ددغه وزارت تخصصي او ملاتړي وظایف، د مدیرتي او تخصصي کادرونو د ظرفیت لوړولو او پر مکتب محورۍ تمرکز د دغې طرحې عمده برخې دي.
جمهورريیس غني له یادې طرحې د مننې پر مهال وویل: په پوهنې وزارت کې د اصلاحاتو عملي کولو لپاره مناسب لوری ټاکل شوی او اړتیا ده چې په دقت سره مخته ولاړ شو.
هغه د خالیګاوو پر مشخص کېدو په ټینګار وویل: نورې ادارې لکه اترا، د کلیو د بيا جوړولو او پراختیا او عامې روغتیا وزارتونه او د ولسي تړون شوراګانې باید د پوهنې سیستم پر پیاوړتیا کې ممد واقع شي.
جمهورريیس وویل: د اسلامي تعلیماتو په اړه دې پر مشخص پلان د عالمانو له سراسري شورا سره په مشوره اساسي کار وشي.
جمهورريیس غني ټینګار وکړ: په ولسوالیو کې دې پر ښوونیزو بنسټونو تمرکز وشي او په دې برخه کې دې ولسوالان خپل کلیدي رول ولوبوي.
جمهورريیس غني د دې پر بیانولو چې د پوهنې د اصلاحاتو موضوع دوامداره بحث دی وویل: پوهنه باید غیر سیاسي او مسلکي شي، ځکه په پوهنه کې اصلاحات او مسلکي کېدل تل د خلکو غوښتنه ده.
د هېواد جمهورريیس وویل: پر تعلیمي نصاب دې زیات کار وشي، په ښوونځیو کې دې مقایسوي سیستم ایجاد شي، همدارنګه دې غوره ښوونځي او مدیران تشخیص شي.
جمهورريیس غني وویل: له څو اوونیو راپدېخوا چې د پوهنې پر اصلاحاتو کار پیل شوی دى، شویو لارښوونو ته په کتو د پوهنې وزارت مسوولین اوس توانېدلي چې د دغه وزارت د تغییراتو راوستو او ټاکل شویو موخو په برخه کې کار وکړي او مهمه ده چې دا موخې لا واضح او د تطبیق لپاره یې د عمل سترې برنامې جوړې شي.
جمهورريیس د خپلو خبرو په پای کې څرګنده کړه: له پوهنې څخه د ملاتړ په موخه باید د خلکو پر بسیجولو زیات کار وشي او موږ د پوهنې لپاره ملي حشر ته اړتیا لرو.#
پاى/ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته