ښوونه او روزنه

د پوهنې او ماليې سرپرست وزيرانو د پوهنې پر ستونرو خبرې وکړې

کابل/ د زمري ۵مه/ باختر

د پوهنې وزارت سرپرستې رنګینې حمیدي او د دي وزارت معینانو د مالیې وزارت له نوماند او سرپرست وزیر عبدالهادي ارغندیوال سره وکتل. دغه کتنه چې د مالیې په وزارت کې جوړه شوې وه، د قندهار  والي حیات الله حیات هم پکې برخه اخیستې وه.

د پوهنې وزارت معلوماتو له مخې؛ دواړو لوریو د درسي کتابونو د چاپ د بودیجی، پروژو، د خصوصي ښوونځیو مشکلات او د مالیاتو څرنګوالي، د نويو ټاکل شويو ښوونکو معاشونه او په قندهار  کې د پوهنې ستونزو او یو شمیر نورو اداري مسایلو په اړه بحث وکړ.

د مالیې وزارت سرپرست وویل چې د کورونا ویروس خپرېدا ننګونې رامنځته کړي، خو د مالیې وزارت هڅه کوي دا ستونزې ژر تر ژره حل کړي.

د پوهنې وزارت سرپرستې رنګینې حمیدي د پوهنې په برخه کې د مالیې وزارت له همکارۍ لمننه وکړه او ټینګار یې وکړ چې د پوهنې وزارت هڅه کوي د هیواد د ماشومانو د تعلیم په برخه کې له کمو امکاناتو ترټولو ډیره استفاده وکړي او آسانتیاوې رامنځته کړي چې  په راتلونکي کې هیڅ ماشوم د سواد له نعمته  بې برخې پاتی نشي.

 

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته