د پوهني وزارت سرپرست مولوي حبیب الله آغا روزګان ولایت ته سفر وکړ
کابل د لړم ۲۳مه، باختر
د پوهنې وزارت سرپرست مولوي حبیب الله آغا روزګان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت له مسوولینو، دیني عالمانو او قومي مشرانو سره کتلي دي.
د پوهنې وزارت سرپرست مولوي حبیب الله آغا روزګان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې په دغه ولایت کې د سیمه ییزو ټولګیو پرلا پیاوړتیا د نورو ښوونځيو رامنځته کولو او په دغه برخه کې د لا ډېرو امکاناتو پر برابرولو ټینګار کړی، چې اسلامې امارت د هېواد په هره سیمه کې باکیفیته او اسلامي ارزښتونو ته وفادار تعلیمي نظام رامنځته کړي او هڅه کوي، چې د هر ولایت په کچه ښوونیز بنسټونه لاپیاوړي په هره سیمه کې تعلیمي امکانات ورته برابر کړي.
نوموړي زیاته کړې، چې د ښوونځیو د بیارغونې د ښوونکو د ګومارنې د هغوی د معاشاتو او د سیمه ییزو ښوونکو روزنې او د نویو ښوونکو د استخدام لپاره یې پلانونه جوړ کړي تر څو په لرې پرتو سیمو کې خلکو ته د زده کړو زمینه برابره شي.
په ورته وخت کې د روزګان والي مولوي عنایت الله شجاع د روزګان د تعلیمي اسانتیاوو د کمښت په اړه خبرې وکړې او یادونه یې وکړه، چې په ګڼو کلیو او بانډو کې ښوونځي او درسي مواد د زده کوونکو اړتیاوې نه پوره کوي او له وزیر څخه د اضافي ښوونکو د ګومارلو او د تعلیمي فرصتونو په برابرولو ټینګار وکړ، ترڅو په دغه ولایت کې د تعلیم چاپیریال ښه شي.