امنیت

د پولیسو له روزنیز مرکز څخه سل تنه فارغ شول

کابل باخترد کب دمياشتې يولسمه
په خوست کې دلومړي ځل لپاره سل تنه سميه ېيز پولیس له يوې مياشتې زده کړو وروسته د پولیسو له رزنيز مرکز څخه فارغ شول.
د خوست ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال فیض الله غیرت باختراژانس ته وویل ، چې د اوس لپاره یې ځاځي میدان ته د سلو سيمه ېیزو پولیسو تشکیل منظور کړی او هیله یې وکړه چې دا لړۍ به د دغه ولايت نورو سیمو ته هم وغځوي.
دسيمه ېيزو پولیسو یو تن فارغ عمر وایي ، موږ په تېره یوه میاشت کې د مسوولیت اړوند ډېر څه زده کړي، چې د ښې دندې ترسره کولو پرمهال به راسره مرسته وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته