کابل باختر دغويي دمياشتې ١٦ نيټه :
دعامې روغتيا وزارت د نړيوالو همکارو موسسو په ګډون نن دماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ د واکسين دت طبيق دوره پيل کړه.
د باختر آژانس دخبرله مخې ؛ ټاکل شوې ده دثوردمياشتې له ١٧ نيټې څخه تر ٢١ نيټې پوري په ټول هېواد کې نهه اعشاريه ملېون ماشومان د ګوزڼ د ناروغي پرخلاف واکسين شي .
د دغه کمپاين د پيل په مراسمو کې چې دکابل په مرکزي دارالحفاظ کې پرځا ى شول ،د عامي روغتيا وزير ډاکټر فيروزالدين فيروز وويل د ماشومانو دګوزن د ناروغۍ پرخلاف د مبارزې په لاره کې د ديني عالمانو ، ښوونکو ، د ښوونځيو او مدرسو د زده کوونکو رول ډيرمهم دى.
د ده دخرګندونوله مخې ديني عالمان دعامه ذهنونو په روښانولو کې د دغې ناروغۍ د له منځه وړلو په اړوند د خلکو د ډله يېز پيوستون په لاره کې ارزښتناک اوحياتي رول لري.
ده زياته کړه؛ د هېواد ماشومان بايد د دغې ناروغۍ له امله ټول عمر معيوب او فلج نه شي او د هغو ساتنه د ټولنې د هر وګړي انساني او ايماني دنده ده .
هغه وويل چې؛د پوليو ناروغۍ تداوي نلري خو له نيکه مرغه په هره دوره کې د دوه څاڅکي واکسين په واسطه د دغې ناروغۍ مخه نيول کېږي.
په دغو مراسمو کې د پوهنې وزارت داسلامي تعليماتو معين ډاکټر شفيق صميم د موضوع په باب خبرې وکړې او زياته يې کړه چې د اسلامي ټولنې نيکمرغي په مسلمانانو ،ديني عالمانو ، سالمو او خردمندو افرادو پورې مربوطه ده.
ده د هېواد له ټولو عالمانو څخه وغوښتل چې لاسونه سره ورکړي او د عامې روغتيا له وزارت سره همکاري وکړي او کورنۍ وهڅوي چې د خپلو ماشومانو د واکسينو په خاطر د واکسين د تطبيق مرکزونو ته بوځي او واکسين يې کړي.
په دغو مراسمو کې يوشمېر ديني عالمانو او د نړۍ د روغتيايي سازمان او د يونېسف د ادارې استازو هم دموضوع په باب خبرې وکړي.پاى ج ذ
0 1 دقیقه لوستل