روغتیا

د پوليوکمپاين د مني لومړۍ دوره په غورکې پيل شوه

غور/ باختر دزمري دمياشتې ٢٢ مه :
د پوليو کمپاين د مني لومړۍ دوره نن په فيروزکوه ښارکې پيل شوه.
ډاکترمحمدنسيم دولتي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د پوليو د مني د کمپاين په لومړۍ دوره کې ٢٠٧ زره  ٥٣٤ تنه ماشومان د ګوزڼ ناروغۍ پرخلاف د واکسين تر پوښښ لاندې نيول کيږي.
ده دغه راز وويل چې په دې دوره کې ماشومانو ته ويټامين  (اې)  هم ورکول کيږي .
دغه راز  د غور ولايت د عامې روغتيا رئيس غلام نبي يګانه وويل چې دغه پروګرام د غور ولايت په ټولو ولسواليوکې د روغتيايي رضاکارانو د ټيمونو له  خوا تطبيقيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته