د پوليسو يو پخوانى افسر د وسله والې غلا په تور ونيول شو

کابل باختر دتلې دمياشتې  ٢٧ :
د پوليسو يو افسر چې پخوا د کورنيو چارو وزارت له خوا غير فعال احتياط ته سوق کړى شوى و؛ دکابل دپوليسو له خوا د وسله والې غلا په تور ونيول شو.
  دباخترآژانس د خبر له مخې:  دکابل ولايت امنيه قوماندان جنرال محمد ظاهر نن په يوه خبري غونډه کې وويل: نيول شوى سړى دپوليسو په دستګاه کې کاري سابقه لرله خو څه موده مخکې له دندې څخه ګوښه اوغير فعال احتياط ته سوق کړى شوى و .
دغه شخص د پوليسو له جامو او له يوه رنجر موټر څخه په استفادې سره چې په واک کې يې لرل؛ يوه ډله غله چې زياتره يې د ده د کورنۍ غړي وو؛ جوړ کړى و او څو ځلې يې په وسله والې غلا لاس پورې کړى دى.
  جنرال ظاهر وويل چې دغه افسر د پوليسو له رنجر موټر او له خپل فرونرشخصي موټر څخه په دې غلا کې د امنيتي دندو دترسره کولو په نامه استفاده کړې  ده او دکابل ښار  د شپږمې ، اوومې او اتمې ناحيې په مربوطاتوکې څو کورونه لوټ کړي دي.  له دغه افسر سره يوځاى د ده ملګري هم نيول شوي او ټولو يې په خپلو جرمونو اعتراف کړى دى.
  د دغې ډلې څلورو تنو غړو  د خبريالانوپه وړاندې په خپلوجرمونو اعتراف وکړ.
دغه راز د کابل پوليسو يوه ډله وسله وال غله دکابل ښار د اوولسمې ناحيې په مربوطاتوکې ونيول.
په دغې ډلې دخيرخانې دغاښى د ساحه اوپه شاوخوا سيمه کې  د څو موټرو دغلا تور لګول شوى دى.
دغه راز په دې خبري غونډه کې دکابل ولايت امنيه قوماندان جنرال محمدظاهر دپوليسو د يوه ساتنمن  د نيولو خبر هم وکړه او ويې ويل چې په ده ددريو تنو د وژنې تور لګول شوى دى  او ويل شوي دي چې دغه ساتنمن  د ناموسي وژنې په تور نيول شوى دى.
ده د خبريالانو په وړاندې وويل: درې تنه يې  په دې دليل  وژلي دي  چې په پلخمري ښار کې يې  د ده په کورنۍ  تيرى کړى و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته