ټولنه

د پوليسو يو مقام د کندز د روزنتون له ماشومانو سره مرسته وکړه

کابل – باختر د زمري دمياشتې ٢٨
دکندز ولايت د پوليسو يو مقام د دغه ولايت د روزنتون له ماشومانو سره د لوبو د وسايلو او قرطاسيې مرسته وکړه.
دکندز د وګړنيو پوليسو قوماندان جنرال بهير وايي چې دغه مرستې يې د هيواد د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د کاليزې په وياړ کړې دي .
دکندز د روزنتون يوه مسوول د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په دې دوره کې د روزنتون له ټولو ماشومانو سره چې شمېر يې څه ناڅه سلو تنو ته رسيږي؛ د لوبو د وسايلو او قرطاسيې مرسته شوې ده.
د کندز د روزنتون دغه مسوول د جنرال بهير د دغو مرستو له امله قدرداني وکړه او له ټولو پانګوالو څخه يې وغوښتل چې په دغه روزنتون کې له بيوزلو ماشومانو سره مرسته وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته