کابل باختر د کب دمياشتې ١٥ :
په فارياب ولايت کې د پوليسو يو قوماندان دماين په چاودنه کې شهيد کړاى شو.
د آلمار ولسوالۍ دپوليسو قوماندان نسيم قاطع پرون دده دسپرلۍ په موټر کې دځاى پرځاى کړاى شوي بم دچاودنې له امله شهيد شو.
د فارياب ولايت د پوليسويوه مقام باخترآژانس ته وويل ؛ په دې چاودنه کې دالمار ولسوالۍ قوماندان نسيم قاطع شهيد کړاى شو او درې تنه نور ټپيان شول .
د دغه قوماندان ورور هم څه موده مخکې دافغانستان ددفاع او دامنيت دتامينولو په لاره کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
سيمه ييز مقامات دپوليسو ددغه مقام دترور عامل طالبان بولي او وايي ددغې پيښې دعاملينو د پيژندنې اونيولو لپاره هلې ځلې پيل شوې دي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ