امنیت

د پوليسو يو افسر ټپي شو

کابل / باختر د لړم  دمياشتې  ١  :

د ننګرهار ولايت په روداتو ولسوالۍ کې  د ماين د چاودنې له امله نن سهار دچټک  غبرګون  يو  پوليس ټپي شو.

د ٢٠١ سيلاب قول اردو دعامه اړيکو سرپرست جنرال هارون يوسفي دباختر آژانس خبريال ته وويل: د ننګرهار ولايت په روداتو ولسوالۍ پورې اړوند دپکتياوال دتيلو دټانک په ساحه کې يو ماين ښخ کړى شوى و چې دچټک غبرګون دپوليسو درنجر موټر په دغه ماين وخوت چې دچاودنې له امله يې د چټک غبرګون دقطعې يو ساتنمن  ټپي  او  دغه واسطه  ويجاړه شوه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته