امنیت

د پوليسو له خوا د دوو تنو موټر چلوونکو د وژلو په باب د څيړنو پيل

 فراه باختر دچنګاښ دمياشتې  ١:
په فراه ولايت کې د دوو بار وړونکو موټرو د موټر چلوونکو د وژلو د څرنګوالي په باب څيړنې پيل شوې دي.
د را رسيدلو خبرونوله مخې:  
دوه تنه موټر چلوونکي د فراه _ فراه رود په لويه لاره کې د هغه څه په غبرګون کې  چې پوليسو ته د باج نه ورکول بلل کيږي، په ډزو سره ووژل شول.
د بار و ړونکو موټر يو تن چلوونکى وايي چې دغو دوو تنو موټر چلوونکو کله يې      
     چې د فراه _ فراه رود د لويې لارې پوليسو ته د بډې له ورکولو څڅه ډډه وکړه، د دغو پوځيانوله خوا په ډزو سره ووژل شول.
اقبال باهر دغه راز د فراه _ فراه رود د لويې لپاره د پوليسو له خوا د دغو دوو تنو موټرچلوونکو د وژل کيدو د ادعا په باب د څيړنو د پيل يادونه کوي .
له دغې پيښې وروسته د بارو وړونکو موټرو په لسګونو تنو چلوونکو غبرګون وښود او د څوساعتوونو لپاره دغه لويه لاره د ترافيکو پرمخ وتړله .
دا په داسې حال کې ده چې مخکې له دې هم په دې لويې لارې د پوليسو د باج اخيستنې په باب يادونه شوې وه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته