امنیت

د پوليسو د لارې پر سر پرتې ستونزې د کورنيو چارو په وزارت کې په يوه کاري غونډه کې وڅيړل شوې

کابل  باختر دکب دمياشتې ٢٥:
د پوليسو د نړيوالې همغږۍ د بورد په غونډه کې هغه ستونزې وڅيړلې شوې چې د هېواد د پوليسو د لارې پرسر پرتې دي.
د کورنيو چارو وزارت  مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :
د کورنيو چارو وزارت د پاليسۍ او ستراتيژۍ معين پاسوال مسعود احمدعزيزي  چې د دغې غونډې مشرتوب يې په غاړه درلود؛ د اس. اس. ام. آى، جې. آى. زيد، يوناما، يو.ان.ډي.پي، ناتو، سيستيکا، د اروپا د اتحاديې، د غوڅ ملاتړ د ماموريت او د دغه وزارت د ملاتړو بنسټونو او پروژو د مسوولينو د رپوټونو له اوريد وروسته يې د ملي پوليسو د مسلکي کولو په لاره کې د دغو پروژو د مرستو د ارزښت په باب وويل چې په تېر يو کال کې د کورنيو چارو وزارت په بېلابېلو برخوکې د يادونې وړ برياليتوبونه ترلاسه کړي دي چې دغو پروژو ددغو ټولو پلانونو په عملي کولو کې  له دغه وزارت سره همکاري کړې ده.
ده څرګنده کړه چې شفافيت اوپه خپل وخت رپوټ ورکول د مرستندويو بنسټونو او د کورنيوچارو وزارت ترمنځ د باور د پيداکيدو سبب او دا کار د دې سبب کيږي چې د هېواد د ملي پوليسو له ځواکونو سره د نړيوالې ټولنې مرستې زياتې شي .
دغه راز د آلمان د پوليسو د پروژې د ټيم مرستيال  چې د غونډې ګډ مشرتوب يې په غاړه درلود وويل چې دکورنيو چارو وزارت همکارې پروژې خپلې پرمختيايي چارې د کورنيو چارو وزارت د کاري لومړيتوبونو له مخې تنظيموي او دغه بنسټونه خپلې پرمختيايي پروژې له پخوانيو طرحه شويو پروګرامونو سره سم او دکورنيو چارو په وزارت کې داړتياو دلرې کولو په موخه عملي کوي.
دغه رازپه دې غونډه کې دبحران دمديريت دپرمختيا په لاره کې د وقايوي تدبيرونو په باب هم خبرې وشوې او دملي پوليسو د ځواکونو د لارې پرسر پرتې ستونزې هم وڅيړلې شوې او د نيمګړتياوو او نواقصو د لرې کولو په لاره کې لازم تصميمونه ونيول شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته