کابل/ باختر/ د چنګاښ ١٦مه
د پوليسو دوه منسوبين د لوګر په مرکز شش قلعه کې د دوى پر امنيتي پوستې د وسله والو طالبانو په بريد کې شهيدان شول.
د لوګر د والي وياند حشمت دلاوري باختر آژانس ته وويل چې پوليسو د وسله والو طالبانو دغه بريد په شا وتمباوه او په پېښه کې دوه پوليسان شهيدان او دوه نور يې ټپيان شول.
په دې نښته کې طالبانو ته هم د سر دروند زيان اوښتى دى خو دقيق شمير يې معلوم نه دى .
دلاوري وويل: په نښته کې د کابل – لوګر لويه لاره د يو ساعت لپاره د ترافيکو پرمخ تړلې وه او د واټ په دواړو لورو کې زيات بار وړونکې او مسافر وړونکي نقليه وسايط درول شوي وو.
پاى ذ
1 1 دقیقه لوستل