خبرونهنړۍ

د پوتین کابینه؛ یو غیر نظامي د دفاع د وزیر په توګه نومول شوی

نړۍ، د غوايي ۲۴ مه، بهرنۍ رسنۍ

وروسته ترهغې، چې ویلادیمیر پوتین څلورم ځل لپاره د روسیې د ولسمشر په توګه لوړه وکړه، تازه یې د خپلې نوې کابینې ځینې مهم غړي معرفي کړي.

د پوتین په نوې کابینه کې اندري بلوسف د سرګي شویګو پر ځای د دفاع وزیر، سرګي شویګو د امنیت شورا سلاکار، سرګي لاوروف بیا ځلې د بهرنیو چارو د وزیر په توګه وړاندیز شوي دي.

د کرېملېن ویاند دیمیتري پسکوف ویلي، چې پوتین پرېکړه کړې، تر څو دا ځلې ملي دفاع وزارت د یو غیرې نظامي کس پر مټ اداره کړي.

د یادونې وړ ده، چې پوتین په دغو پېشنهادي چارواکو کې یو شمېر نورو وزارتونو او څوکیو ته هم کسان ورپېژندلي دي.

ټاکل شوې نن د مې پر ۱۳ مه د روسیې سناتوران د دغو پېشنهادي وزیرانو د ګمارنې په اړه بحث او خبرې وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته