نړۍ، د وږي ۲۹ مه، بهرنۍ رسنۍ
د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین په ۲۰۱۴ زیږدیز کال کې لاسلیک کړی فرمان، چې له مخې یې روسیې ته له لوېدیځ څخه د کرنیزو توکو پر واردولو بندیز لګېدلی و؛ د دوه نورو کلونو لپاره وغځاوه.
دغه دوه کلن بندیز د ۲۰۲۵ زیږدیز کال له پیل څخه د ۲۰۲۶ زیږدیز کال تر پایه دوام کوي او موخه یې د هغو لوېدیځو هېوادونو اقتصادي کمزوري کول دي، چې مسکو یې دښمن بولي.
د ۲۰۱۴ زیږدیز کال د اګست په ۷مه نېټه روسیې د متحده ایالاتو، اروپايي ټولنې، اسټرالیا، ناروې او کاناډا د کرنیزو محصولاتو پر وارداتو بندیز ولګاوه، چې وروسته یې دغه لیست ته ځینې نور اروپایي هېوادونه او اوکراین ورزیات کړل.
د رسنیو د راپورونو په حواله روسیه هڅه کوي دغه بندیز له لارې د کورنیو کرنیزو محصولاتو تولید او د خوړو خپلواکي ډېره او په ورته وخت کې له هغو هېوادونو سره اقتصادي اړیکې پراخې کړي، چې پر روسیې یې بندیزونه نه دي لګولي.