خبرونهنړۍ

د پوتین نوی قانون؛ غیر اټومي مخالف هېواد به له اټومي برید سره مخ شي

نړۍ، د تلې ۵ مه، بهرنۍ رسنۍ

د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې که هېواد یې د یو غیر اټومي ځواک له لوري، چې د بل اټومي ځواک ملاتړ ورسره وي، له معمولي توغندیز برید سره هم مخ شي، نو له خپل اټومي ځواک څخه په استفادې به کلک ځواب ورکړي.

پوتین دغه څرګندونې اوکراین ته د هغه د ملاتړو له لوري د مرسته کېدونکو لرې واټن ویشتونکو توغندیو په غبرګون کړې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې امریکا له اوکراین سره د میلیاردونو ډالرو په ارزښت مرستې کړي او دغو مرستو ته لا هم دوام ورکوي او ښایي د اړتیا په صورت کې اوکراین ته اجازه ورکړي، چې د لرې واټن ویشتونکو توغندیو څخه په استفادې روسیه په نښه کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته