د پنځو ولايتونو په رسنيو کې ښځې شتون نلري
کابل باختر دوري دمياشتې ١٣ نيټه :
د هېواد په ٣٤ ولايتونو کې د نى يا د آزادو رسنيو ملاتړ د موسسې نوې څېړنې ښيي چې د يوشمېر ولايتونوپه رسنيو کې د ښځوشتون زيات شوى دى خو په پنځو ولايتونو کې د ښځو شتون په رسنيو کې نشته .
د باخترآژانس د خبرله مخې ؛ د نى د څېړنې له مخې ؛ دکابل ، پروان ، لوګر ، پکتيا ، ننګرهار ، قندهار ، هلمند ، هرات ، فراه ، سرپل او د بدخشان په ولايتونو کې په رسنيو کې د ښځو شتون زيات شوى دى خو دکاپيسا ، ميدان وردګو، باميانو ، خوست ، سمنګانو ، کندز او د بغلان په ولايتونو کې په رسنيو کې د ښځو شتون د تېرو کلونو په پرتله کمښت موندلى دى.
د پنجشير ، غزني ، لغمان ،بادغيس ، نيمروز ، کونړ، تخار ، جوزجان ، بلخ او د دايکنډ ي په ولايتونو کې په رسنيو کې دکارکوونکو ښځو په شمېر هيڅ راز بدلون نه دى رامنځته شوى او د غور ،پکتيکا ، نورستان ،روزګان او زابل په ولايتونو کې په رسنيو کې هيڅ ښځينه کارکوونکې نشته.
د نى موسسه له حکومت څخه غوښتنه کوي هغو ولايتونو ته چې په رسنيو کې د ښځو شتون پکې کمښت موندلى دى اويا نه ليدل کېږي ، پاملرنه وکړي او د ښځو په وړاندې د هر راز خنډونو د لېرې کولو لپاره جدي اقدامات ترلاس لاندې ونيسي .
پاى ج ذ