امنیت

د پنځو تنو پاکستانيانو په ګډون يوولس تنه طالبان ووژل شول

کابل- باختر دثور دمياشتې ٢٧
د پنځو تنو پاکستانيانو په ګډون يوولس تنه وسله وال طالبان نن په غزني ولايت کې ووژل شول.
دغزني د والي ويندوى دباختر آژانس خبريال ته وويل: يوولس تنه وسله وال طالبان ددغه ولايت د اندړو ولسوالۍ په عليزو کلي د نړيوالو ځواکونو دهوايي بريد له امله ووژل شول.
ويل کيږي د وژل شويوکسانو په مړوکې د پنځو تنو پاکستانيانو مړي هم شته.
ديوبل خبرله مخې: پنځه تنه وسله وال طالبان د ده يک ولسوالۍ د هدې په کلي کې د هغه ماين د چاودنې له امله ووژل شول چې غوښتل يې هغه ښخ کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته