ورزش

د پنځه ګونو ورزشي څانګو لومړى پړاو ترسره شو .

کابل باختر د وري اته ويشتمه : دځغاستې ، نښې وېشتلو ، لامبو ، موټرسايکل او د بايسکل ځغلونې د پنځه ګونو ورزشونو لومړۍ سيالي پرون د بدنې روزنې او د ورزش د رياست په جمنازيوم کې ترسره شوې . دبدنې روزنې او ورزش د رياست وياند باختراژانس ته وويل چې په دغوسياليو کې دکابل ښار له خصوصي ښوونځيو څخه څه ناڅه دوه تنو زده کوونکو نجونو اوهلکانو ګډون کړى و . دپنځه ګونو ورزشونو مسوول خوشحال سروري باختراژانس ته وويل، دغه سيالۍ له پوليسو سره د خلکو د نږديوالي په موخه دکورنيو چارو وزارت دښوونې او روزنې د رياست له خوا ترسره شوې . ختم_ سعيده _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته