خبرونهاقتصادTOP

د پنځه ویشت میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت، د ۱۰ زره ټنه پومبې تړون لاسلیک شو

کابل، د چنګاښ ۲۱مه، باختر
د صادراتو ملي ورځې د نمانځغونډې په څنډه کې، د افغان او چینايي شرکتونو ترمنځ د ۲۵ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت، د ۱۰ زره ټنه پومبې تړون لاسلیک شو.
د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ دغه تړون نن د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند او د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست نورالدین عزیزی په حضور کې، د «طلای سفید افغان» او د چین «د شانګهای خوبان ټیکسټایل» شرکتونونو د مسئولینو ترمنځ لاسلیک شو.
د دغه تړون له مخې به ۱۰ زره ټنه پومبه له افغانستان څخه چين ته صادر شي.
د یادونې وړ ده چې اوسمهال د هېواد په ۲۴ سوداګریزو سکټورونو کې د نړۍ شاوخوا ۸۰ هېوادونو ته صادرات په عادي ډول دوام لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته