د پنجشېر ۷ زره ۴۳۰ قیراطه زمرد د ۱۴۲ زره ډالرو په ارزښت وپلورل شول
کابل، د مرغومې ۲۶مه، باختر
د پنجشېر د کانونو او پټروليم رياست مسوولین وايي، چې د دغه ولایت له کانونو تازه ترلاسه شوي ۷زره ۴۳۰ اعشاریه ۳ قيراطه زمرد نن د ۱۴۲زره امريکايي ډالرو په ارزښت پلورل شول.
د دغه ولایت د کانونو او پټروليم رييس مولوي قاسم اميري وويل، چې په یوولسم ځل د پنجشېر له کانونو څخه تازه ترلاسه شوي زمرد د پنجشېر د والي حافظ محمد اغا حکيم، د پنجشېر د کانونو د څارنې کمېټې او يو شمېر سوداګرو په حضور کې د یوې شفافې پروسې له لارې وپلورل شول.
د يادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې په لسم ځل د دغه ولایت ۱۵۱۹ قیراطه زمرد د هېواد پر سوداګرو په ۱۹۸زره ۲۰۰ زره ډالرو په ارزښت وپلورل شوي وو.