د پنجشېر څه باندې ۶ زره قیراطه زمرد د نږدې ۲۰۰ زره ډالرو په ارزښت وپلورل شول
کابل، د وري ۱۲ مه، باختر
د پنجشېر د کانونو او پټروليم رياست مسوولینو نن د دغه ولايت له کانونو د تازه استخراج شویو زمردو د پلورلو خبر ورکړی دی.
د دغه ولایت د کانونو او پټروليم رييس مولوي محمد قاسم اميري باختر آژانس ته وويل، چې د شپاړلسم ځل لپاره د هېواد پر سوداګرو ۶ زره ۴۹۳ قيراطه زمرد د ۱۸۵ زره او ۱۰۰ ډالرو په ارزښت د کانونو د څارنې کمېټې، د سیمه ییزو چارواکو او سوداګرو په شتون کې د داوطلبۍ له لارې وپلورل شول.
مولوي امیري زیاته کړه، چې تر دې وړاندې هم د پنځلسم ځل لپاره د هېواد پر سوداګرو ۲ زره ۵۴۷ قيراطه زمرد د ۹۴ زره او ۸۰۰ ډالرو په ارزښت وپلورل شوي وو.