خبرونهاقتصادTOP

د پنجشېر څه باندې ۳ زره قیراطه زمرد د څه باندې ۱۴۳ زره  ډالرو په ارزښت وپلورل شول

کابل، د غبرګولي ۱۵مه، باختر

د پنجشېر د کانونو او پټروليم رياست مسوولینو نن د دغه ولايت له کانونو د تازه استخراج شویو زمردو د پلورلو خبر ورکړی دی.

د دغه ولایت د کانونو او پټروليم رييس مولوي محمد قاسم اميري باختر آژانس ته وويل، چې یو ځل بیا د هېواد پر سوداګرو ۳ زره ۲۱۵ قيراطه زمرد د ۱۴۳  زره ۵۶۰ ډالرو په ارزښت د کانونو د څارنې کمېټې، د سیمه ییزو چارواکو او سوداګرو په شتون کې د داوطلبۍ له لارې وپلورل شول.

مولوي امیري زیاته کړه، چې تر دې وړاندې هم د بولۍ له لارې د هېواد پر سوداګرو زرګونه قیراطه زمرد پلورل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته