د پنجشېر په ۵۰ بستریز روغتون کې د نږدې ۶۶ زره ناروغانو درملنه شوې 

کابل، د لړم ۱۴ مه، باختر

د پنجشېر ولایت د عامې روغتیا ریاست مسوولینو په تېرو شپږو میاشتو کې د یاد ولایت په ۵۰ بستریز روغتون د نږدې ۶۶ زره ناروغانو د درملنې خبر ورکړی دی.

د پنجشېر د عامې روغتیا رییس ډاکتر حجت الله محمدي د باخترآژانس خبریال ته ویلي، چې په تېرو ۶ میاشتو کې د پنجشېر د رخې ولسوالۍ په ۵۰ بستریز روغتون کې په بېلا بېلو څانګو کې د ۶۵ زره ۹۴۰ ناروغانو درملنه شوې ده.

نوموړي زیاته کړه، چې په تېرو ۶ میاشتو کې په یاد روغتون کې د زرګونو ناروغانو د درملنې ترڅنګ ۴۰۰ لوی او کوچني عملیات په بریالیتوب ترسره شوي دي.

په ورته وخت کې د پنجشېراوسېدونکو د یاد روغتون له ډاکترانو څخه د ښه روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو له امله هم مننه وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته