د پنجشېر په عنابه ولسوالۍ کې ۲۰۰ کورنۍ له برېښنا برخمنې شوې

کابل، د مرغومې ۲۶مه، باختر

د پنجشېر ولايت په عنابه ولسوالۍ کې د برېښنا د يوه برج په فعالېدو سره د يادې ولسوالۍ ۲۰۰ کورنۍ له برېښنا برخمنې شوې.

د یاد ولایت د برښنا شرکت رئيس انجنير شعيب نظري وويل، دغه برج د ٤٠٠ کيلوواټه برېښنا د توليد ظرفيت لري، چې د ۵ ميليونه افغانيو په لګښت د ولسي تړون او د اوسېدونکو د ونډې له مخې جوړ شوى دى.

یاده دې وي چې د دغه ولایت د برېښنا ریاست له لوري دا نهم برج دی چې په جوړېدو سره یې ۱۵۰۰ کورنیو ته برېښنا برابره شوې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته