خبرونهاقتصادTOPټولنه

د پنجشېر نږدې ۴زره قیراطه زمرد د څه باندې ۱۲۴ زره ډالرو په ارزښت وپلورل شول

کابل، د زمري ۱۶ مه، باختر
د پنجشېر د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولینو نن د دغه ولایت له کانونو د تازه استخراج شویو زمردو د پلورلو خبرورکړی دی.
د یاد ولایت د کانونو او پټرولیم رییس مولوي محمد قاسم امیري باخترآژانس ته وویل، چې یو ځل بیا د هېواد پر سوداګرو ۳ زره ۹۷۷ قیراطه زمرد د ۱۲۴ زره ۶ سوه ډالرو په ارزښت د داوطلبي له لارې وپلورل شول.
نوموړي زیاته کړه، چې د یاد ریاست ادارې د پنجشیرله کانونو څخه استخراج شوي زمرد یې د با صلاحیته کمېټې د پلاوې په شتون کې په کورني سوداګر پلورلي دي.
د یادونې وړده، چې تر دې وړاندې هم د هېواد پرسوداګرو زرګونه قیراطه زمرد پلورل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته