د پنجشېر نږدې ۳ زره قیراطه زمرد د ۸۰ زره ډالرو په ارزښت وپلورل شول
کابل، د مرغومې ۱۲مه، باختر
د پنجشېر د کانونو او پټروليم رياست مسوولین وايي، چې د دغه ولایت له کانونو تازه ترلاسه شوي ٢٧٤٦ قيراطه زمرد نن د ٨٠ زره امريکايي ډالرو په ارزښت پلورل شول.
د دغه ولایت د کانونو او پټروليم رييس مولوي قاسم اميري وويل، چې په نهم ځل د پنجشېر له کانونو څخه تازه ترلاسه شوي زمرد د پنجشېر د والي حافظ محمد اغا حکيم، د پنجشېر د کانونو د څارنې کمېټې او يو شمېر سوداګرو په حضور کې د یوې شفافې پروسې له لارې وپلورل شول.
د يادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې په اتم ځل د دغه ولایت ۲ زره ١١٨ قیراطه زمرد د هېواد پر سوداګرو په ١٢٣ زره ٤٠٠ ډالرو په ارزښت پلورل شوي وو.