د پنجشېر له ۵۰ بستریز روغتون سره د طبي او غیر طبي وسایلو مرسته وشوه
کابل، د لړم ۱۴ مه، باختر
د پنجشېر د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي، چې د سره صلیب دفتر د یاد ولایت له ۵۰ بستریز روغتون سره د نږدې ۸۰ زره ډالرو په ارزښت د طبي او غیر طبي وسایلو مرسته کړې ده.
د پنجشېر د عامې روغتیا رییس ډاکترحجت الله محمدي د باخترآژانس خبریال ته ویلي، چې په دغو وسایلو کې څوکۍ او د عملیاتوماشین، د مانیتورینګ دستګاه، د جراحۍ سیټونه، د معایناتو دستګاوې، یو ترانسفارمر او یو جنراتور شامل دی، چې د سره صلیب دفتر له لوري د رخې ولسوالۍ له ۵۰ بستریز روغتون سره مرسته شوې ده.
په ورته وخت کې د دغه روغتون مسوول هم د یادو طبي او غیر طبي وسایلو د ترلاسه کولو په برخه کې د عامې روغتیا ریاست د مشرتابه له هڅو خوښي وښوده او ښاریانو ته یې د روغتیا په برخه کې د ښه خدمتونو د وړاندې کولو ډاډ ورکړ.