د پنجشېر زمرد د دوولسم ځل لپاره د څه باندې ۴۰۰ زره ډالرو په ارزښت وپلورل شول

کابل، د سلواغې ۳مه، باختر

د پنجشېر د کانونو او پټروليم رياست مسوولینو نن د دغه ولايت له کانونو د تازه استخراج شویو زمردو د پلورلو خبر ورکړی دی.

د دغه ولایت د کانونو او پټروليم رييس مولوي محمد قاسم اميري باختر آژانس ته وويل، چې د دوولسم ځل لپاره د هېواد پر سوداګرو ۳ زره ۵۱۹ قيراطه زمرد د ۴۰۵ زره او ۵۰۰ ډالرو په ارزښت د کانونو د څارنې کمېټې، د سیمه ییزو چارواکو او سوداګرو په شتون کې د داوطلبۍ له لارې وپلورل شول.

مولوي امیري زیاته کړه، چې تر دې وړاندې د دې رياست له لوري نور ٧ زره ٤٣٠ قيراطه زمرد د  ۱۴۲ زره  ډالرو په ارزښت د هېواد پر سوداګرو پلورل شوي وو.

د یادولو وړ ده چې تر دې دمه د پنجشېر له کانونو ترلاسه شوي څه باندې ۳۴ زره ۲۰۰ قیراطه زمرد ۲ میلیونه ۶۱۳ زره او ۵۰۰ ډالرو په ارزښت پلورل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته