د پنجشېر د ترافیکو مدیریت سږکال څه باندې ۶ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي
کابل، د کب ۲۶ مه، باختر
د پنجشېر د امنیې قومندانۍ مسوولین وايي چې سږ کال د یاد ولایت د ترافیکو مدیریت څه باندې ۶ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.
د پنجشېر د امنیې قوماندانۍ ویاند عابد الله عقاب فاروقي د باخترآژانس خبریال ته ویلي چې دغه عواید یې د لایسنس او جوازسیر د وېش له درکه راټول او د دولت خزانې ته یې سپارلي دي.
نوموړي زیاته کړه، چې د یاد ولایت د ترافیکو مدیریت عواید د تېرکال په پرتله سږکال زیات شوي دي.